پنجګور (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د بلوچستان د پنجګور ولسوالۍ په بای پاس سيمه کې د الامارت هوټل ترڅنګ له يو موټر څخه د دوو کسانو په مرمیو ويشتل شوي مړي ترلاسه شوي دي.پوليس وايي چې د پېښې پر مهال په موټر کې يو څلور کلن ماشوم هم موجود و، چې له نېکه مرغه روغ پاتې شوی دی.د پېښې له خبر سره سم پوليس او امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او مړي يې د قانوني کارروائۍ لپاره تدريسي روغتون ته لېږدولي دي. پوليسو د پېښې پلټنې پيل کړې دي.
