کوټه (ویب نیوز) د لاهور په دوو بېلابېلو ځایونو کې د ډزو په پېښو کې درې پولیس سرتېري شهیدان او د یوه لاروي په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا، لومړۍ پېښه د بادامي باغ په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې پولیسو د یوه شکمن کس د نیولو لپاره چاپه وهله، خو وسله والو پرې ډزې وکړې چې په پایله کې سب انسپکټر عدیل او هیډ کانسټیبل اسد شهیدان شول او برید کوونکي په رکشه کې وتښتېدل. دویمه پېښه د یتیم خانې چوک په سیمه کې د یوې ممنوعه مذهبي ډلې د مرکز مخې ته شوې، چې په ترڅ کې یې پولیس سرتېری حارث سلیم شهید او اویس، شفیق او اعظم ټپیان شول، دغه راز یو لاروی هم د ډزو له امله ټپي شوی دی. پولیس چارواکي وايي، په دواړو پېښو کې د ککړو کسانو اصلي مشر ریحان بټ دی او د پولیسو په وینا د بریدګرو تړاو له تحریک طالبان پاکستان سره ښودل شوی دی. برید کوونکو له دویمې پېښې وروسته یوه دولتي موټر هم له ځان سره وړی او تښتېدلي دي. د ملزمانو د نیولو لپاره د سي سي ډي، تحقیقاتو او عملیاتو څانګو ټولې ډلې فعالې شوې دي او د پنجاب پولیسو مشر د بریدګرو د ژر تر ژره نیولو امر کړی دی.
