لوبي ۱۳ مئی ۲۰۲۶

پلواشه بشير په کاناډا کې ماسټرز ټورنامنټ وګاټه

کاناډا (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د پاکستان پخوانۍ ملي بيډمنټن اتله پلواشه بشير په کاناډا کې د ماسټرز ټورنامنټ د ۳۵ کلونو عمر ګروپ کې د ښځو سنګلز ټايتل ګټلی دی.هغې په فائنل کې د کوربه هېواد ټاپ سيډ لوبغاړې انا رائس ته ماتې ورکړه او شانداره بريا يې خپله کړه.پلواشه بشير وويل چې په دې سياليو کې له ۳۰۰ څخه زيات لوبغاړي د بېلابېلو هېوادونو څخه ګډون کړی و، او د دې بريا ترلاسه کول د هغې لپاره د ویاړ خبره ده.هغې دا هم وويل چې د ماسټرز کټګورۍ کې ګډون يې د مسلکي کريير پای معنا نه لري، بلکې دا د تجربې او پرمختګ يو نوی پړاو دی.