تازه خبرونه ۱۶ اگست ۲۰۲۶

د بلوچستان د اعلی وزیر په ځانګړې هدایت په چمن کې د هر اړخیز پاکوالي کمپاین پیل شو

کوټه (سید سردار محمد خوندئی)

د بلوچستان د اعلی وزیر میر سرفراز بګټي په ځانګړي هدایت په چمن ښار کې د پاکوالي او ښکلا لپاره هر اړخیز پاکوالي کمپاین پیل شو.

د بلوچستان اعلی وزیر په چمن ښار کې د پاکوالي وضعیت جاج واخیست او اړوندو چارواکو ته یې هدایت وکړ چې د ښار د پاکوالي او ښکلا د ښه کولو لپاره دې اغیزمن او عملي ګامونه پورته شي.

د اعلی وزیر د لارښوونو په رڼا کې د چمن مرستیال کمیشنر حبیب احمد بنګلزي د میونسپل کارپوریشن، لوکل ګورنمنټ او نورو اړوندو ادارو غونډه راوبلله، چې پکې د ښار د پاکوالي وضعیت، د کثافاتو له منځه وړل او د ښار پاک او ښکلی کولو په اړه تفصیلي جاج واخیستل شو.

په غونډه کې مرستیال کمیشنر اړوندو ادارو ته هدایت وکړ چې د ښار په بیلابیلو سیمو کې د کثافاتو ډیرانونه دې سمدستي لیرې کړل شي، کثافات دې له ابادۍ څخه لیرې ټاکل شویو ځایونو ته ولیږدول شي او په مناسب ډول دې له منځه یوړل شي او د پاکوالي نظام دې نور هم اغیزمن کړل شي.

په ورته وخت کې د میونسپل کارپوریشن او لوکل ګورنمنټ لخوا د ښار په مختلفو سیمو کې د پاکوالي عملي کار پیل شوی دی. د چمن مرستیال کمیشنر حبیب احمد بنګلزي، د میونسپل کارپوریشن ښاروال حاجي حبیب الله اڅکزي او د ضلعې چیئرمین حاجي امان الله د روان پاکوالي کمپاین څخه په موقع لیدنه وکړه او اړوندو چارواکو ته یې د پاکوالي بهیر د نور اغیزمن او چټک کولو هدایت وکړ.

د چمن مرستیال کمیشنر حبیب احمد بنګلزي په وینا د لومړني پاکوالي عملیاتو وروسته به د دوشنبې له ورځې څخه په چمن ښار کې په رسمي او هر اړخیزه توګه د پاکوالي کمپاین پیل شي، چې له مخې به یې د ښار په مهمو سیمو، بازارونو، لویو لارو او کوڅو کې پاکوالي ډاډمنه شي.

هغه وویل چې د چمن ښار پاک، ښکلی کول او د ښاریانو لپاره د ښه چاپیریال برابرول د ضلعې ادارې له لومړیتوبونو څخه دي، د دې هدف لپاره به ټولې اړوندې ادارې په متقابل تماس او همغږې تګلارې سره خپلې دندې په اغیزمنه توګه ترسره کړي.