تازه خبرونه ۱۶ اگست ۲۰۲۶

خضدار: د شور پرود په غرنۍ لړۍ کې د امنیتي ځواکونو عملیات، ۱۰ ترهګر ووژل شول

کوټه ( سید سردار محمد خوندئی )

په خضدار کې د شور پرود په غرنۍ لړۍ کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ ترهګر وژلي دي.

د امنیتي سرچینو په وینا، د پټو معلوماتو پر اساس د شور پرود په غرنۍ لړۍ کې د ترهګرو د شتون په اړه عملیات ترسره شول.

د سرچینو په وینا، د ترهګرو پټنځایونه محاصره شول او مؤثر عملیات ترسره شول، د ډزو په تبادله کې ۱۰ ترهګر ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
امنیتي سرچینې وايي چې امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ تر بشپړ ختمیدو پورې عملیاتو ته دوام ورکولو ته ژمن دي.