مقامی ۱۴ مئی ۲۰۲۶

د بلوچستان د چاپي رسنیو بحران، د مطبوعاتو پر آزادۍ بندیزونه د ولسواکۍ خلاف دي: عبدالرحیم زیاتوال

کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي عمومي سکرتر عبدالرحیم زیاتوال سره د بلوچستان د پرنټ میډیا د چیرمین سید انور شاه په مشرۍ یو پلاوي د ګوند په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.په پلاوي کې ډاکټر ناشناس لہړي، میر فاروق لانګو، عاطف خان سدوزئي او سردار شیر زمان پرکاني شامل وو.په داسې حال کې چې د ګوند مرکزي سکرتر عبدالحق ابدال، صوبایي عمومي سکرتر کبیر افغان، صوبایي دفتر سکرتر ملک عمر کاکړ او د کوټې ضلعې د اطلاعاتو سکرتر فیصل کاکړ هم موجود وو.پلاوي وویل چې په بلوچستان کې د چاپي رسنیو ستونزې او بحران ورځ تر بلې زیاتېږي. د مطبوعاتو پر آزادۍ بندیزونه لګول کېږي، د حکومتي اعلانونو بندېدل او د حکومت غیر سنجیده چلند د دې لامل شوی چې د چاپي رسنیو حقایق د سوشل مېډیا د نه تصدیق شوو معلوماتو له لارې پټ نه شي پاتې کېدای.دوی وویل چې د سوشل مېډیا د کنټرول په ناکامۍ ټول فشار پر چاپي رسنیو اچول شوی او ګڼ شمېر مطبوعاتي دفترونه تړل شوي دي. د لویو ورځپاڼو بیورو دفترونه بند شوي، سلګونه کارکوونکي بې روزګاره شوي، او د دفترونو مالکانو ته هم د خپلو کارکوونکو معاشونه، د چاپ مطبعو لګښتونه او د برېښنا بلونه ورکول سخت شوي دي.په دې موقع عبدالرحیم زیاتوال وویل چې کله د خبریالانو غږ چوپ کړل شي، پر رسنیو بندیزونه ولګول شي یا د پیکا قانون په څېر قوانین د بیان ازادي محدوده کړي، نو دا په حقیقت کې د اساسي قانون د بنسټیزو آزاديو خلاف ګام وي. سانسور، د خبریالانو پر ضد مقدمې، پر میډیا هاؤسونو فشار او د سوشل مېډیا بندیزونه د ولسواکۍ د روح خلاف اقدامات دي او د صحافت خفه کول دي.هغه وویل چې د ۸ فبروري ۲۰۲۴ په انتخاباتو کې د زور او زر په بنیاد درغلۍ وشوې، د خلکو حقیقي استازي خپلې څوکۍ ترې واخیستل شوې او پر هغوی بیې ولګول شوې، او د اسمبلۍ ته د فارم ۴۷ استازي ورسول شول، چې له امله یې متفقه آئین تر پښو لاندې شو. عدلیه کمزورې شوې، صحافت خفه شوی او ادارې فلج شوي دي.هغه زیاته کړه چې د خلکو پر ځمکو، وسایلو او معدنیاتو لوټ او قبضه روانه ده. ناامنۍ د خلکو د ژوند او مال د خوندیتوب جدي ستونزې رامنځته کړې دي. له خلکو څخه تعلیم، صحت، روزګار، د څښاک پاکې اوبه، برېښنا او ګاز اخیستل شوي دي.هغه وویل چې د صوبې هغه اساسي روزګار چې د سرحدي تجارت سره تړلی و ختم شوی، او زرګونه کورنۍ د لوږې او بې روزګارۍ سره مخ شوې دي. دا ټولې ناکامې او د ولس ضد پالیسۍ د فارم ۴۷ حکومت له خوا مسلط شوې دي، چې نااهلي، خراب حکمراني، بې تجربګي او فساد پکې شامل دي.هغه وویل چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خپل مشر ملي مشر محمود خان اچکزئي په قیادت کې تل د آئین ماتونې خلاف او د مطبوعاتو د آزادۍ لپاره غږ پورته کړی دی.هغه زیاته کړه چې ګوند د آئین بالادستي، د جمهور واکمني، د پارلمان خپلواکي او د قومونو د برابرۍ پر بنسټ د یوه حقیقي جمهوري فېډریشن لپاره مبارزه کوي.هغه وویل چې په یوه حقیقي جمهوري ټولنه کې باید میډیا ازاده، خپلواکه او بې ویرې وي، تر څو د ولس غږ شي او د دولتي پالیسیو څارنه وکړي. د مطبوعاتو د آئیني حق ساتنه د ټولو ګډه ذمه واري ده.هغه وویل چې خبریالان باید هم د آئین د ساتنې لپاره د جاري جمهوري مبارزې بشپړ ملاتړ وکړي.هغه زیاته کړه چې اړتیا ده په هېواد کې د مطبوعاتو آزادي یقیني شي، د پیکا قانون په څېر متنازع قوانین او سانسور ختم شي، او خبریالانو ته د خپلو دندو ترسره کولو لپاره خوندي ماحول برابر شي.ګوند د بلوچستان د چاپي رسنیو د ټولو جائزو غوښتنو ملاتړ کوي او باور ورکوي چې د دې مبارزې په هر پړاو کې به پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دوی سره په لومړۍ لیکه کې ولاړ وي.