تازه خبرونه ۱۸ اگست ۲۰۲۶

د اګست د شهیدانو په یاد غونډه، د جمهوري ځواکونو له هر غیر جمهوري اقدام سره د ګډ مقاومت اعلان

کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
په کوټه پریس کلب کې د عوامي نېشنل پارټۍ تر سوری لاندې د اګست د شهیدانو په یاد جوړه شوې غونډې ته په وینا کې د صوبې د حقیقي جمهوري سیاسي ګوندونو مشرانو وویل چې په سیاست، صحافت او عدلیه باندې د برید هره هڅه به په کلکه وغندل شي او مقاومت به یې وشي.
مشرانو وویل چې د پښتونخوا او بلوچستان په وسایلو د قبضې او هغوی د هړپ کولو لپاره په انتظامي بنسټونو د نویو صوبو شوشه پرېښودل کیږي. په داسې حساسو چارو کې د غیر سیاسي او غیر منتخب کسانو له لارې د عامه افکارو د ګمراه کولو هڅه په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده.
نن د بلوچستان او پښتونخوا ولس د وېش په وېش سیاست سره مخ دی. کله چې زموږ مشران متحد وو او مبارزه یې کوله نو مخالفو قوتونو یې ویښته هم نشو کږولی، خو نن زموږ د خپلمنځي وېش ګټه همدغو قوتونو ته رسیږي. تاریخ ګواه دی چې کله په بلوچستان کې د سردار عطاء الله خان مینګل حکومت ختم کړل شو نو مفتی محمود په احتجاج کې د پښتونخوا له حکومته استعفا ورکړه. نن له بده مرغه سیاسي پارټۍ د اقتدار ترلاسه کولو په منډه کې د ماتېدو او وېش سره مخ دي.
ویناوالو وویل چې د بلوچستان مسله سیاسي ده، په قبایلي، سټراټیژیک او ډله ییزو بنسټونو نه شي حل کیدای. له سوراب څخه تر کوټې او زیارت پورې د پښتون، بلوچ او هزاره قامونو وینه توییږي، د هغوی سیاسي او اقتصادي کلابندي روانه ده، پداسې حال کې چې ولس له بنسټیزو بشري حقونو، روزګار، امن او په وسایلو د واک څخه بې برخې ساتل کیږي. د بلوچستان او پښتونخوا ستونزې په لاهور، اسلام آباد او پنډۍ کې ناستې او تپل شوې پرېکړې نه شي حل کولی. زموږ دریځ سیاسي دی، د دغو سیمو د ستونزو حل د همدې ځای د ولس په خوښه، سیاسي نمایندګي، جمهوري عمل او د آئيني حقونو په درناوي کې دی.
هغوی وویل که د اوسنیو حالاتو مخه نیول غواړو نو د سیاست او سیاسي عمل پیاوړی کول پکار دي، ځکه چې دا هغه میراث دی چې باچا خان، ولي خان، غوث بخش بزنجو، خان شهید، سردار عطاء الله مینګل او خیر بخش مري په څېر سیاسي او ملي جمهوري مشرانو خپلو نسلونو ته پرېښی دی.
دا خبرې د عوامي نېشنل پارټۍ صوبایي صدر اصغر خان اڅکزي، نېشنل پارټۍ مرکزي سیکرټري جنرال سینیټر کبیر محمد شهي، د بلوچستان نېشنل پارټۍ مرکزي ډپټي جنرال سیکرټري ملک نصیر شاهواني، د جمعیت علماء اسلام صوبایي سیکرټري مالیه حاجي عین الله شمس، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبایي جنرال سیکرټري کبیر افغان، د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ مرکزي ویاند عیسی روښان، د نېشنل ډیموکریټک موومنټ صوبایي صدر احمد جان خان، د هزاره ډیموکریټک پارټۍ مرکزي ویاند قادر نایل، د عوامي نېشنل پارټۍ صوبایي پارلیماني مشر انجنیر زمرک خان اڅکزي، د جماعت اسلامي صوبایي نایب امیر جمیل مشواڼي، د عوامي نېشنل پارټۍ صوبایي جنرال سیکرټري مابت کاکا، د نېشنل لایرز فورم صوبایي صدر کلیم الله کاکړ ایډوکیټ، د کوټې ضلعې صدر ثناء الله کاکړ او نورو وکړې.
ویناوالو وویل چې ترهګري کومه آسماني آفت نه دی چې ناڅاپه راغلی وي، بلکې د دې سیمې پر ولس د ځانګړو بالادسته قوتونو د پالیسیو او غلطو پرېکړو په نتیجه کې تپل شوې ده، چې بیه یې پښتون، بلوچ او هزاره ولس له لسګونو کلونو راهیسې په خپلو وینو ورکوي. زموږ دېوالونه په وینو سره دي، د میندو غېږې ورانې شوي، د ځوانانو راتلونکی تباه شوی او ښځې، ماشومان او سپین ږیري په ګډون عام وګړي په دوامداره توګه د ناامنۍ ښکار دي.
هغوی وویل چې د باچا خان فکر یوازې یو سیاسي شعار نه دی، بلکې د یوې پیړۍ پرله پسې مبارزه، قرباني، عدم تشدد، جمهوریت، سوله او د محکومو قامونو د حقونو غورځنګ دی. د انجمن اصلاح الافاغنه او خدایي خدمتګار تحریک څخه تر نن ورځې پورې د دې فکر پورې تړلو کارکنانو د جبر، بند او ریاستی سختو سربیره خپله مبارزه نه ده پرېښې. د اګست د شهیدانو قربانۍ د همدې تاریخ روښانه باب دی.
ویناوالو د عوامي نېشنل پارټۍ مشرتابه ته د ستاینې پیرزوینه وړاندې کړه او ویې ویل چې په اوسنیو سختو حالاتو کې د صوبې د بېلا بېلو حقیقي جمهوري او سیاسي قوتونو په یو پلیټ فارم راټولول یو مثبت او تاریخي ګام دی.
هغوی وویل چې پارلیمان بې اعتباره کول، د ولسي مینډیټ بې مانا کول او انتخاباتي عمل مشکوک کول او غیر منتخب کسان د اقتدار په خونو کې ناستول د جمهوریت لپاره ډیر خطرناک دی. د سیاسي کارکنانو نیول، بندیزونه او د فورټ شیډول له لارې له سیاسي فعالیتونو څخه لیرې ساتل په کلکه غندو.
ویناوالو زیاته کړه چې د بنسټیزو بشري حقونو تر پښو لاندې کول ورځنی معمول ګرځیدلی، قومي لویې لارې د ولس لپاره ناامنه دي او په بېلا بېلو ځایونو کې له پښتنو او بلوڅو سره د ناروا چلند، سپکاوي او امتیازي روئیې شکایتونه په دوامداره توګه مخې ته راځي. په سیند، پنجاب او په ځانګړي ډول کراچۍ کې د پښتنو مزدورانو او سوداګر طبقې لپاره د ستونزو او امتیازي چلند په اړه یې هم اندیښنه څرګنده کړه.
هغوی څرګنده کړه چې د بلوچستان او پښتونخوا ولس به له خپلو وسایلو، پېژندګلو، ژبې، کلتور او د جمهوري نمایندګۍ له حقه په شا نه شي. د ولس د ستونزو حل په زور، بندیز او وېش کې نه دی، بلکې په سیاسي خبرو، حقیقي جمهوریت، د آئین په بالادستۍ او د ولس د واکمنۍ په حق منلو کې دی.
په پای کې د شهیدانو او مشرانو د درجو د لوړوالي لپاره دعا وشوه او لنگر وویشل شو.