پاکستان ۱۸ اگست ۲۰۲۶

د پټرولو او ډیزلو بیې لوړې شوې، پر خلکو د ګرانیو نوی بار

کوټه (ویب نیوز) حکومت د پټرولو او ډیزلو په بیو کې زیاتوالی راوستی دی، چې له مخې یې د پټرولو بیه په هر لیټر کې ۵ روپۍ او ۷۷ پېسې او د ډیزلو بیه په هر لیټر کې ۶ روپۍ او ۴۷ پېسې لوړه شوې ده. د خبرتیا له مخې د پټرولو نوې بیه ۳۳۱ روپۍ او ۲۰ پېسې او د ډیزلو نوې بیه ۳۹۰ روپۍ او ۴۲ پېسې په هر لیټر ټاکل شوې ده. د پټرولیم څانګې له لوري د اګست له ۱۸مې نېټې څخه د نافذېدونکو نویو بیو خبرتیا خپره شوې ده. د تیلو د بیو له لوړوالي سره د خلکو او سوداګریزو کړیو اندېښنې زیاتې شوې او تمه ده چې پر ترانسپورټ او د ورځنیو اړینو توکو پر بیو هم اغېز وکړي.