اسلاماباد (وېب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف مرکزي مشر اسد قیصر ویلي چې اوسنۍ اسمبلۍ د قانون جوړونې سیاسي واک او صلاحیت نه لري. هغه وویل چې د نویو صوبو په اړه د ائتلافي ګوندونو د مشرانو غونډه رابلل کېږي او هیله ده چې د نویو صوبو په اړه ائتلافي ګوندونه ګډ دریځ غوره کړي. اسد قیصر زیاته کړه چې له عمران خان سره نه کومه لیدنه کېږي او نه خبرې اترې روانې دي، همدارنګه له مولانا فضل الرحمن سره د ائتلاف په اړه هم هېڅ خبرې نه دي شوې. هغه وویل چې د اپوزېسیون د ټولو ګوندونو د یو ځای کولو لپاره غونډه رابلل کېږي او باید د یوه خپلواک او د منلو وړ ټاکنیز کمېسیون تر څار لاندې شفاف انتخابات ترسره شي.
