کوټه (ویب نیوز) د پاکستان د روغتیا وفاقي وزیر مصطفیٰ کمال او د سند د بلدیاتو وزیر ناصر حسین شاه د ځايي حکومتونو د نظام پر پیاوړتیا او د بلدیاتي ادارو د مضبوطولو په اړه موافق شوي دي. د جیو نیوز د «کېپیټل ټاک» په خپرونه کې مصطفیٰ کمال وویل چې د نویو صوبو د جوړېدو بحث موږ نه دی پیل کړی، بلکې موږ یې ملاتړ کړی دی، خو که نوي اداري واحدونه جوړېږي او که نه، د ځايي حکومتونو نظام باید اصلاح او بلدیاتي ادارې باید پیاوړې شي. هغه وویل چې د بلدیاتي ادارو د پیاوړتیا لپاره دې د ایم کیو ایم د قانوني طرحې په منظورۍ کې پیپلز ګوند مرسته وکړي. مصطفیٰ کمال زیاته کړه چې د نویو صوبو د بحث نه کول هم د اساسي قانون له روحیې سره په ټکر کې دي. بل لوري ته ناصر حسین شاه وویل چې د سند د وېش خبره باید ونه شي، بلکې د صوبې د پرمختګ، د حکومتولۍ د ښه والي او د بلدیاتي ادارو د پیاوړتیا لپاره ګډ کار کېدای شي. هغه وویل، په کومو صوبايي اسمبلۍ کې چې د نویو صوبو د جوړېدو په اړه قراردادونه منظور شوي، هلته دې نوي صوبې جوړې شي، خو د کالا باغ بند پر سر له اعتراضونو سره سره هغه بل بند چې ټول پرې موافق دي، تر اوسه ولې نه دی جوړ شوی؟
