قلات (ویب نیوز)د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپه د ټل پلازې ترڅنګ وسله والو کسانو د انور موورز یوه کوچ درولې او د ټوپک په زور یې له مسافرو نغدې پیسې، موبایل فونونه او نور قیمتي سامانونه لوټ کړي او له سیمې تښتېدلي دي. د پولیسو سرچینو په وینا، د پېښې پر ضد د کوچونو مالکانو احتجاج وکړ او د مېډوې په سیمه کې یې د کوټې ـ کراچۍ قومي لویه لار وتړله، چې له امله یې پر لویه لار د موټرو اوږدې کتارونه جوړ شول او مسافر له سختو ستونزو سره مخ شول. وروسته د سټي قلات تاڼې ایس ایچ او میر نذیر احمد عمراني او د کوچونو د مالکانو ترمنځ بریالي مذاکرات وشول، چې له امله یې احتجاج پای ته ورسېد او د کوټې ـ کراچۍ قومي لویې لارې ترافیک بېرته بحال شو.
