کوټه (ویب نیوز)عوام پاکستان ګوند بلوچستان په کوټه کې د ګاز، برېښنا او اوبو د جدي بحران پر وړاندې اندېښنه څرګنده کړې او له ټولو قومي او صوبایي سیاسي ګوندونو یې غوښتنه کړې چې د ولس د بنسټیزو ستونزو د حل لپاره ګډ تحریک پیل کړي. د عوام پاکستان ګوند بلوچستان صوبایي جنرل سیکرټري پروفیسر ډاکټر حلیم صادق له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې په ښار کې د برېښنا، ګاز او اوبو بحران د خلکو ژوند ستونزمن کړی او ولس له سختو مشکلاتو سره مخ دی. هغه وویل چې د سختې ګرمۍ پر مهال د ساعتونو لپاره د برېښنا بندېدو له امله خلک له سختې ستونزې سره مخ دي، د ګاز لوډشیډنګ او کم فشار له امله کورني مصرف کوونکي هم له مشکلاتو سره مخ دي، بل لور ته د اوبو نشتوالي وضعیت نور هم خراب کړی دی. نوموړي وویل چې د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو دوامدار نشتوالی د هر متمدن ټولنې لپاره د اندېښنې وړ دی او د کوټې خلک له اوږدې مودې راهیسې د برېښنا، ګاز او اوبو له ستونزو سره مخ دي، خو د دغو ستونزو د دایمي حل لپاره جدي او اغېزمن اقدامات نه دي شوي. د ګرمۍ په موسم کې د برېښنا اوږدمهاله لوډشیډنګ له امله ماشومان، سپین ږیري او ښځې په ځانګړي ډول له سختو ستونزو سره مخ دي او د اوبو کمښت ښاري ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. حلیم صادق وویل چې حکومت باید یوازې پر اعلانونو او ژمنو بسنه ونه کړي، بلکې عملي اقدامات وکړي، د اړوندو ادارو فعالیت وڅېړي او خلکو ته د بنسټیزو اسانتیاوو برابرول یقیني کړي. نوموړي وویل چې ګاز، برېښنا او اوبه د کوم یوه سیاسي ګوند نه، بلکې د ټول ولس ګډې ستونزې دي، نو ټول قومي او صوبایي سیاسي ګوندونه، مدني ټولنه، سوداګر او ولسي استازي باید له سیاسي اختلافاتو پورته د خلکو د بنسټیزو حقونو لپاره ګډه مبارزه وکړي. هغه زیاته کړه چې عوام پاکستان ګوند بلوچستان به په دې برخه کې له هرې مثبتې او ولسي هڅې څخه بشپړ ملاتړ وکړي. نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې په کوټه کې د برېښنا غیر اعلاني او اوږدمهاله لوډشیډنګ پای ته ورسوي، د ګاز په رسولو کې ښه والی راولي او د اوبو د کمښت د ختمولو لپاره بیړني اقدامات وکړي، کنه د خلکو د ستونزو د زیاتېدو مسؤلیت به پر اړوندو ادارو او حکومت وي.
