کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت کاکړ ویلي چې د صوبې خلکو ته د معیاري او ارزانه طبي اسانتیاوو برابرول د حکومت لومړیتوب دی او په وروسته پاتې او لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو د کمښت د له منځه وړلو لپاره پر بیړني بنسټ اقدامات کېږي. نوموړي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې صوبایي کابینې په خپله وروستۍ غونډه کې د روغتیايي سکتور د ښه والي لپاره مهمې پرېکړې کړې دي، چې په دالبندین کې د عصري پرنس فهد روغتون جوړول او د روغتون د ویسټ منېجمنټ رولز ۲۰۲۵ منظوري هم پکې شامله ده. هغه وویل چې له دغو پرېکړو به ولس ته نېغه ګټه ورسېږي او په روغتونونو کې به د درملنې معیار د پام وړ ښه شي. نوموړي زیاته کړه چې په کلیوالو سیمو کې د لومړنیو روغتیايي مرکزونو د لوړولو او د ډاکټرانو او طبي کارکوونکو د کمښت پوره کولو لپاره جامع پلان جوړېږي. د روغتیا وزیر څرګنده کړه چې هر وګړي ته به د درملنې برابرې اسانتیاوې ورکول کېږي، که هغه په ښار کې وي او که په لرې پرته کلیوالي سیمه کې. بخت کاکړ وویل چې صوبایي حکومت د عامې روغتیا په برخه کې د اصلاحاتو ترڅنګ عصري طبي وسایل او ټکنالوژي هم معرفي کوي، څو ناروغانو ته هغه اسانتیاوې برابرې شي چې په لویو ښارونو کې موجودې دي. هغه له ولس څخه وغوښتل چې له حکومت سره همکاري وکړي او د روغ او هوسا بلوچستان د خوب په حقیقت بدلولو کې خپل رول ولوبوي.
