مقامی ۱۸ اگست ۲۰۲۶

د ولسي ستونزو د حل لپاره به په هر فورم غږ پورته کوم، زرک مندوخېل

کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان اسمبلۍ حکومتي غړي شیخ زرک مندوخېل ویلي چې د بلوچستان پرمختګ او د ولس هوساینه د دوی لومړیتوب دی، ولس پر دوی باور کړی او دوی به د خپلې دندې د ترسره کولو ترڅنګ په هر فورم د خلکو ستونزې راپورته کوي. نوموړي په یوه بیان کې وویل چې د بلوچستان حکومت د ولس د هیلو سره سم د صوبې د ابادۍ او پرمختګ لپاره شپه او ورځ هڅې کوي، په ځانګړي ډول تعلیم، روغتیا، روزګار او د بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو ته پاملرنه کېږي او په دغو برخو کې د پام وړ ښه والي لپاره عملي ګامونه اخیستل کېږي. هغه وویل چې ځوانان د بلوچستان قیمتي پانګه ده او د هغوی لپاره د غوره تعلیم، روزنې او روزګار زمینه برابرول د وخت مهمه اړتیا ده، حکومت د ځوانانو لپاره بېلابېل پروګرامونه معرفي کوي څو هغوی خپلې وړتیاوې وکاروي او د هېواد په پرمختګ کې خپل رول ولوبوي. شیخ زرک مندوخېل زیاته کړه چې د صوبې د وروسته پاتې سیمو د پرمختګ لپاره ځانګړی پکېج هم جوړېږي، څو په ټولو ضلعو کې د پرمختګ برابر فرصتونه برابر شي. نوموړي له ولس څخه غوښتنه وکړه چې په اتحاد او یووالي سره د صوبې د سولې او پرمختګ پر لور د بیولو لپاره له حکومت سره همکاري وکړي.