کوټه (ویب نیوز)د آستانه عالیه فیضان اولیاء بنسټګر او د اهل سنت والجماعت مشر ذوالفقار علي طارقي قادري د آستانه عالیه فیضان اولیاء په درېیم پروګرام کې د وینا پر مهال وویل چې د ربیع الاول میاشت زموږ لپاره د عقیدت، مینې او خوښۍ له پلوه ځانګړی اهمیت لري. د نبي کریم ﷺ نړۍ ته تشریف راوړل د ټول بشریت لپاره د الله تعالی ستر نعمت او رحمت دی، نو په دې مبارکه میاشت کې باید د رسول الله ﷺ له مینې سره د هغه د مبارک سیرت او تعلیماتو د عملي کولو ژمنه وکړو. نوموړي وویل چې ربیع الاول د سولې، مینې، ورورولۍ او د امت د یووالي پیغام راوړي، خو په اوسني وخت کې په ټولنه کې کرکه، اختلافات او انتشار خلک له یو بل څخه لرې کړي دي، په داسې حالاتو کې د سیرت مصطفی ﷺ لار هغه لاره ده چې انسان ته د مینې، زغم، عدالت، رحم او ورورولۍ درس ورکوي. هغه ټینګار وکړ چې د میلاد النبی ﷺ پیغام باید یوازې تر غونډو، جلوسونو او محافلو محدود نه وي، بلکې په عملي ژوند کې هم څرګند شي. نوموړي له حکومت او انتظامیې غوښتنه وکړه چې د میلاد النبی ﷺ ټول پروګرامونه دې په شایسته او منظم ډول ترسره شي او په ځانګړي ډول په بلوچستان کې د میلاد جلوسونو، ریلیو، نعتیه محافلو او نورو پروګرامونو لپاره دې پر وخت امنیتي پلان جوړ، د جلوسونو په لارو کې د صفایۍ، رڼا، اوبو، ټرافیک او نورو بنسټیزو اسانتیاوو برابرول یقیني کړي، څو د رسول الله ﷺ مینه والو ته له کومې ستونزې سره مخامخ کېدو ته اړتیا پاتې نه شي.
