راولپنډۍ (وېب نیوز) د پي ټي آی د بنسټګر عمران خان خور نورین خان نیازۍ په اډیاله زندان کې له خپل ورور سره ۴۵ دقیقې لیدنه کړې ده. د زندان د سرچینو په وینا، په کنفرانس خونه کې د شوې لیدنې پر مهال د عمران خان د روغتیا او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې او نورین نیازۍ خپل ورور د سترې محکمې د حکم او وروستیو عدالتي پرمختګونو په اړه هم خبر کړ. له لیدنې وروسته نورین نیازۍ له رسنیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه او خبریالانو ته یې یوازې د لیدنې تایید وکړ. سرچینې وایي چې وروسته نورین نیازۍ ډاکټرې عظمیٰ او قاسم زمان ته هم د عمران خان سره د شوې لیدنې په اړه معلومات ورکړل.
