کوټه (ویب نیوز)د مسلم لیګ (ن) مشر زرک خان مندوخېل ویلي چې مسلم لیګ (ن) یوازینی سیاسي ګوند دی چې د هېواد د پرمختګ، سوکالۍ او د بلوچستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره یې عملي اقدامات کړي دي. نوموړي له بېلابېلو پلاوو سره په خبرو کې وویل چې د مسلم لیګ (ن) د سیاست محور د ولس خدمت او د بنسټیزو ستونزو حل دی. زرک خان مندوخېل وویل، دوی د سیمې د خلکو له ستونزو ښه خبر دي او د حل لپاره یې هر ډول هڅې روانې دي. د هغه په وینا، په سیمه کې به پرمختیايي کارونه چټک او د ولس ستونزې به په لومړیتوب کې حل شي. نوموړي وویل چې د مسلم لیګ (ن) حکومت تل خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو، د بنسټیزو تاسیساتو د ښه کولو او د پرمختیايي پروژو د پراختیا لپاره پاملرنه کړې ده او په صوبه کې روانې پروژې د دې خبرې ثبوت دي چې مسلم لیګ (ن) یوازې پر دعوو نه، بلکې پر عملي اقداماتو باور لري. زرک خان مندوخېل وویل چې د ولس باور ورته ډېر ارزښت لري او د سیمې د پرمختګ لپاره به خپلې ټولې وړتیاوې وکاروي. هغه ټینګار وکړ چې مسلم لیګ (ن) به ولس ناهیلی نه کړي او د سیمې د اوږدمهاله ستونزو د حل لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.
