اسلام آباد (نوې ژوند) د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان اعلان کړی چې د مې په 22مه نېټه به په ټول هېواد کې د ټولو ضلعي مرکزونو کې د ګراني، سیاسي وضعیت او حکومتي پالیسو پر ضد احتجاجي مظاهرې ترسره شي. هغه وویل چې تر دې وړاندې هم د ګراني پر ضد د احتجاج اعلان شوی و، خو د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅو له امله مظاهرې ځنډول شوې وې.مولانا فضل الرحمان وویل چې په فلسطین او غزه کې د مسلمانانو پر وړاندې ظلمونه روان دي خو نړۍ ورته یوازې ننداره کوي او امت مسلمه هم یو متحد دریځ نه لري. هغه زیاته کړه چې اوس د اختلافاتو نه بلکې د امت د یووالي وخت دی. د هغه په وینا دوی د نفرت او شدت سیاست پر ځای د اصولو، محبت او د خلکو د حقونو سیاست ته ژمن دي. نوموړي وویل که له کوم سیاسي ګوند سره ظلم وشي نو دوی به یې غږ پورته کوي.هغه تور پورې کړ چې په پارلماني سیاست کې کله چې علما مخ ته راځي نو د درغلۍ له لارې شاته اچول کېږي. فضل الرحمان وویل چې ریاست د خلکو د ژوند، مال او عزت د خوندیتوب مسؤلیت لري او حکومتي چارواکي باید خپله بهرنۍ پالیسي سمباله کړي. هغه دا هم وویل چې د دینی مدرسو د ختمولو هېڅ هڅه به بریالۍ نه شي او هېواد ته د امن، انساني حقونو د خوندیتوب او قوي اقتصاد اړتیا ده.
