پاکستان ۱۹ اگست ۲۰۲۶

اچکزي: که د هېواد پر روانو ستونزو خبرې ونه شي، ولس به مو ونه بښي

اسلام‌اباد (ویب نیوز)د قومي اسمبلۍ د اپوزېشن مشر، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د تحریک تحفظِ آئین پاکستان مشر محمود خان اچکزي ویلي، پاکستان له جدي ستونزو سره مخ دی او په ټول هېواد کې ترهګري، وژنې او د ماینونو او منرالونو پر سر شخړې روانې دي. نوموړي د قومي اسمبلۍ په غونډه کې له سپیکر څخه غوښتنه وکړه چې د دغو ستونزو په اړه دې لږ تر لږه دوه ورځې ځانګړې کړي، څو د افریدي، بلوچو او د نورو سیمو استازي خپل نظرونه وړاندې کړي. اچکزي وویل، که پر دغو مهمو مسئلو خبرې ونه شي، ولس به یې ونه بښي. هغه زیاته کړه چې هره ورځ له ۵۰ تر ۶۰ پورې کسان د ډزو او چاودنو له امله وژل کېږي، چې پولیس، عام خلک او ماشومان هم پکې شامل دي. د هغه په وینا، په وزیرستان، باجوړ او خیبر کې حالات خراب دي او ټول غړي غواړي پر دې موضوعاتو خبرې وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې په پارلمان کې باید د یو بل د بد ویلو یا د شمېرو جوړولو پر ځای سالم بحث او خبرې وشي، څو ښايي د ستونزو د حل لپاره یوه ګډه لار پیدا شي. محمود خان اچکزي د پارلمان له بهره له رسنیو سره د خبرو پر مهال د پاکستان تحریک انصاف د راتلونکي احتجاج په اړه وویل چې احتجاج د سیاسي کارکوونکو حق دی او که انصاف، خپلواکه عدلیه، ازادې رسنۍ او خپلواک پارلمان موجود نه وي، نو سیاسي خلک احتجاج کوي. هغه وویل، د ظلم، جبر او غیر ډیموکراتیکو حکومتونو پر ضد په هر اقدام کې به د دوی ملاتړ شامل وي. د پاکستان پیپلز ګوند له مشرانو سره د اړیکو په اړه یې وویل چې کله سیاسي خلک سره ګوري، سیاسي خبرې کېږي او د مذاکراتو، د روانې ترینګلتیا د ختمولو، د پارلمان د خپلواکۍ او د ډیموکراتیک پاکستان د جوړولو په اړه خبرې کېږي. نوموړي د عمران خان په اړه وویل چې په زندان کې هر انسان خپل بنسټیز حقوق لري او پر دغو حقونو بندیزونه د خلکو د غوسې سبب ګرځي. د هغه په وینا، عمران خان د پاکستان له تر ټولو زیات محبوبو سیاسي مشرانو څخه دی او د هغه پر پلویانو بندیزونه د افسوس وړ دي. بل لور ته د قومي اسمبلۍ د اپوزېشن په چیمبر کې له محمود خان اچکزي سره وفاقي وزیرانو رانا ثناءالله، اعظم نذیر تارړ او طارق فضل چودري هم لیدلي دي. په دې لیدنه کې د چیف الیکشن کمشنر او د الیکشن کمېشن د ټاکنې، روان سیاسي وضعیت او دوه اړخیزو سیاسي چارو په اړه تفصیلي خبرې شوې او د راتلونکو لیدنو کتنو د دوام پرېکړه هم شوې ده.