تازه خبرونه ۲۰ اگست ۲۰۲۶

د شیخ محمد یار خان مندوخېل د ۱۵م تلین په مناسبت د هغه ملي او سیاسي خدمتونو ته درناوی

کوټه (ویب نیوز) عوامي نېشنل ګوند په خپل ولایتي بیان کې د دغه ګوند د پخواني مرکزي مرستیال عمومي منشي ارواښاد شیخ محمد یار خان مندوخېل د ۱۵م تلین په مناسبت د هغه ملي، سیاسي، ټولنیزو او وطني خدمتونو ته د درناوي او عقیدت وړاندې کولو ترڅنګ ویلي، چې د شیخ محمد یار خان مندوخېل په څېر فعال، متحرک، هوښیار او اصولي سیاسي مشران له اوږدې مودې وروسته پیدا کېږي. نوموړی د فخر افغان باچا خان ریښتینی لاروی، د عدم تشدد د فلسفې مبلغ او د خدایي خدمتګارۍ عملي علمبردار و، چې ټوله سیاسي مبارزه یې د پښتون ولس او محکومو او مظلومو خلکو د حقونو، سولې، ډیموکراسۍ، ټولنیز عدالت او باوقاره سیاسي مبارزې لپاره وقف کړې وه. د باچاخان مرکز کوټې څخه په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، چې ارواښاد شیخ محمد یار خان مندوخېل د ولسي خدمت جذبې درلودونکی شخصیت و او د هغه ورځنۍ هڅې، سیاسي بصیرت، تنظیمي وړتیا او له کارکوونکو سره پیاوړې اړیکې د دې لامل شوې چې عوامي نېشنل ګوند په ژوب ولسوالۍ کې د یوې فعالې او منظمې سیاسي قوې په توګه پیاوړی شي. بیان کې راغلي چې نن سبا پښتون وطن له ناامنۍ، بې قانونۍ، باج اخیستنې، تښتونو او ترهګرۍ سره مخ دی او د پښتونخوا پر طبیعي شتمنیو قبضه او د خلکو د اساسي حقونو او سیاسي ازادیو محدودول د منلو وړ نه دي. عوامي نېشنل ګوند څرګنده کړې چې د پښتون وطن پر طبیعي سرچینو د دې خاورې د خلکو حق دی او د دغه حق د ترلاسه کولو لپاره به خپله جمهوري او سیاسي مبارزه روانه ساتي. په بیان کې ویل شوي چې په اوسنیو سختو شرایطو کې د شیخ محمد یار خان مندوخېل په څېر مخلصو، نظرياتي او اصولي سیاسي مشرانو کمی په شدت سره احساسېږي. عوامي نېشنل ګوند یو ځل بیا هوډ څرګند کړی چې د پښتني ملي مبارزې د شهیدانو، مشرانو او سیاسي فعالانو د موخو تر پوره کېدو پورې به مبارزه روانه وي او د باچا خان، خان عبدالولي خان او نورو ملي مشرانو د اصولو پر بنسټ به د پښتون ولس د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او اساسي حقونو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.