پاکستان ۲۰ اگست ۲۰۲۶

پاکستان د کشمیر په اړه د امریکايي سفیر پر لانجمنې څرګندونې سخت احتجاج وکړ، شارژدافیر یې احضار کړ

اسلام‌اباد (ویب نیوز) پاکستان په هند کې د امریکا د سفیر سرجیو ګور د جموں او کشمیر په اړه د لانجمنو او له حقایقو سره په ټکر کې څرګندونو پر وړاندې سخت احتجاج کړی او د امریکا شارژدافیر نتالي بیکر یې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، پاکستان د جموں او کشمیر په اړه د امریکايي سفیر څرګندونې په کلکه رد کړې او روښانه یې کړه چې جموں او کشمیر په نړیواله کچه یوه منل شوې لانجمنه سیمه ده او د دې سیمې وروستۍ پرېکړه باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه‌لیکونو او د کشمیري ولس د غوښتنو له مخې وشي. ویاند زیاته کړه چې د امریکايي سفیر څرګندونې د کشمیر په اړه د امریکا له اوږدمهاله دریځ، نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره په ټکر کې دي. پاکستان له امریکايي چارواکو وغوښتل چې په راتلونکي کې د جموں او کشمیر د لانجمن حیثیت په اړه له ورته څرګندونو ډډه وکړي. د بهرنیو چارو وزارت په وینا، پاکستان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر د مسئلې د حل لپاره د منځګړیتوب وړاندیز هم ستایلی او ټینګار یې کړی چې د امریکايي چارواکو عامه څرګندونې باید د کشمیر د لانجمن حیثیت له واقعیت سره سمون ولري.