کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د بلوچستان حکومت، د خدماتو او عمومي انتظاماتو څانګې (S&GAD) د فدرالي آئیني عدالت (Federal Constitutional Court) د وروستي فیصلې په رڼا کې د هغو سرکاري ملازمینو د ماشومانو او کونډو لپاره د کوټې پر اساس د ګمارنو بیا پیل کولو نوټیفیکیشن جاري کړی دی، چې د خپلې دندې پر مهال وفات شوي دي.د ریګولیشن انډر سیکرټري عبدالبارئي کاکړ له لوري د صوبې ټولو انتظامي سیکرټرانو، کمشنرانو او اړوندو محکماتو ته مراسله لېږل شوې ده، چې پکې هغوی ته سختې لارښوونې شوې دي چې د عدالت د حکمونو بشپړ او سمدستي عملي کول یقیني کړي.په جاري شوي اعلامیه کې ویل شوي چې فدرالي آئیني عدالت په خپل وروستي فیصله کې واضحه کړې ده چې د سپریم کورټ د رول 11-A د ختمولو پرېکړه یوازې د راتلونکي لپاره ده او هغه مقدمې نه رانغاړي چې پکې حق مخکې له مخکې پیدا شوی وي.عدالت ویلي چې د ملازم د وفات په وخت د هغه د کورنۍ قانوني حق رامنځته کېږي، او د درخواست پروسس کول او د تقرر نامې جاري کول یوازې اداري کارونه دي.د دې فیصلې له مخې د قانون څانګې د مشورې وروسته ټولو محکماتو ته لارښوونه شوې چې هغه ټول کیسونه چې د ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۴ نه مخکې مکمل یا فاینل شوي وو خو د هغوی تقرر نامې نه وې جاري شوې، باید د ټولو قانوني مرحلو تر بشپړولو وروسته سمدستي عملي کړل شي.د دې پرېکړې له امله په بلوچستان کې هغو سلګونو اغېزمنو کورنیو کې د خوښۍ فضا رامنځته شوې ده چې له اوږدې مودې راهیسې د تقرر نامو انتظار کې وو.
