پاکستان ۲۰ اگست ۲۰۲۶

حکومت به د سترې محکمې پر پرېکړه عمل وکړي، رانا ثناءالله

اسلام اباد (ویب نیوز) د پاکستان مسلم لیګ (ن) مرکزي مشر او د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار سناتور رانا ثناءالله ویلي چې حکومت به د سترې محکمې پر پرېکړه عمل وکړي. نوموړي په یوه ټلویزیوني پروګرام کې د خبرو پر مهال وویل، محکمې ته چې کوم طبي راپورونه وړاندې شوي وو، د هغو پر بنسټ پرېکړه شوې او دا پرېکړه د کوم سیاسي بهیر پایله نه ده. رانا ثناءالله وویل، د خصوصي روغتون په اړه د وضاحت لپاره له سترې محکمې سره رجوع شوې او د راتلونکې ورځې له اورېدنې وروسته به موضوع روښانه شي او پر پرېکړه به عمل هم وشي. نوموړي زیاته کړه چې د ائتلافي ګوندونو ترمنځ که ستونزې پیدا شي، د خبرو له لارې حل کېږي. رانا ثناءالله وویل چې بلاول بهټو دا نه دي ویلي چې ټوله خبره ناسمه ده، بلکې کومې ستونزې چې موجودې دي، هغه به هوارې کړل شي. د وزیراعظم سلاکار ادعا وکړه چې پاکستان پوځي او ډیپلوماټیکې بریاوې ترلاسه کړې دي چې په نړۍ کې یې بېلګه نه لیدل کېږي. هغه زیاته کړه چې پخوانی وزیراعظم نواز شریف هم په تېر وخت کې له زندانه یوه دولتي روغتون ته انتقال شوی و.