کوټه(ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي سېکرټریټ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د چمن په هاشم پیکټ کې د ایف سي د ډزو له امله د ګوند د غړي حاجي کرو صالحزئي زوی ظهور احمد د وژل کېدو پېښه په سختو ټکو غندل شوې او ویل شوي چې د بېګناه ولسي وګړو په نښه کول په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي. په بیان کې له ګورنر، وزیر اعلی بلوچستان، کور کمانډر ۱۲، آی جي ایف سي او کمشنر کوټې څخه غوښتنه شوې چې د پېښې سمدستي او شفافه پلټنه وکړي او په ډزو کې د ککړو ایف سي سرتېرو پر وړاندې قانوني کارروایي ترسره کړي. ګوند ویلي چې د ایف سي د زور زیاتي او د ډزو له امله د انساني ژوند د ضایع کېدو دا لومړۍ پېښه نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو پېښو او پیکټونو کې د ولسي وګړو وینه توی شوې ده او ګوند په پرلهپسې توګه د دې ډول پېښو د شفافو پلټنو، قربانیانو ته د انصاف او د ککړو ایف سي سرتېرو پر وړاندې د کارروایۍ غوښتنه کړې ده. په بیان کې ویل شوي چې په چمن کې لا له وړاندې د ناامنۍ او وېرې فضا ده، تجارت، روزګار او کاروبارونه اغېزمن شوي او خلک د ورځني خوراک له ستونزو سره مخ دي، نو په داسې حالت کې د امنیتي ځواکونو له خوا د بېګناه انسان د وژل کېدو پېښه ډېره د افسوس او جدي پاملرنې وړ ده. ګوند ویلي چې د دغو پېښو له امله په ولس کې سخت غبرګون او غوسه موجوده ده او حکومت او قانون پلي کوونکي ادارې باید د خلکو د سر او مال خوندیتوب یقیني کړي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند د وژل شوي ظهور احمد له کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې په دې غم کې له کورنۍ سره ولاړ دی. ګوند یو ځل بیا له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د ظهور احمد د وژنې او نورو هغو پېښو شفافې پلټنې وکړي چې پکې انساني ژوندونه ضایع شوي، د ککړو کسانو پر وړاندې دې ایف آی آر درج او قانوني کارروایي دې وشي، څو قربانیانو او ولس ته انصاف ورکړل شي او په راتلونکي کې د ظلم او بشري ضد پېښو مخه ونیول شي.
