پاکستان ۲۰ اگست ۲۰۲۶

د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي سره د خبریالانو د پلاوي لیدنه

اسلام‌اباد(ویب نیوز) د پاکستان فېډرل یونین آف جرنلسټس او راولپنډۍ اسلام‌اباد یونین آف جرنلسټس د اجرائیه شورا یوه پلاوي د له مشر افضل بټ او پخواني عمومي سېکرټري مظهر عباس سره یوځای په قومي اسمبلۍ کې د اپوزیشن چیمبر ته ورغلی او د قومي اسمبلۍ له اپوزیشن مشر، د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي سره یې لیدنه کړې ده. پلاوي د مشرتابه د لارښوونې له مخې د نیشنل میډیا کنونشن ګډه اعلامیه او د غوښتنو منشور اپوزیشن مشر ته وړاندې کړ او د پیکا د تور قانون او له ادارو څخه د خبریالانو د جبري برطرفۍ موضوع یې د هغه پام ته ورسوله. پلاوي له محمود خان اڅکزي غوښتنه وکړه چې دغه موضوعات دې په پارلمان کې راپورته او په دې اړه دې قرارداد وړاندې کولو لپاره هڅه وشي. په دې لیدنه کې د تحریک تحفظ آئین پاکستان ویاند اخوندزاده حسین احمد یوسفزي هم موجود و.