مقامی ۱۴ مئی ۲۰۲۶

د پاکستان او جاپان ترمنځ کلتوري اړیکې د نندارتون له لارې پیاوړې کېږي: راحیله حمید دراني

کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) صوبایي وزیرې تعلیم راحیله حمید خان دراني ویلي دي چې د جاپاني کیلنډرونو نندارتون د جاپان ښکلا او حقیقي ژوند ښه انعکاس وړاندې کوي او دا ډول نندارتونونه د پاکستان او جاپان د خلکو ترمنځ د متقابلې اړیکې غوره وسیله ده، نوموړې دا خبرې د جاپان کلچر سنټر کوټه کې د جاپاني کیلنډرونو د نندارتون د لیدنې پر مهال له میډیا سره په خبرو کې وکړې، چې دا نندارتون د پاک جاپان فرېنډشپ سوسایټي کوټه بلوچستان او د جاپان قونصلیټ کراچۍ په همکارۍ جوړ شوی و، په دې موقع د جاپان اعزازي قونصل جنرل د کوټې بلوچستان سید ندیم عالم شاه مېرمن او د کوټې چلتن لاینز کلب پخوانۍ صدر خدیجه ندیم وویل چې د دې نندارتون هدف د جاپاني کلتور، طرز ژوند او دودونو له پاکستانیانو سره شریکول دي او دا ډول فعالیتونه د دواړو هېوادونو کلتوري اړیکې لا قوي کوي، هغې زیاته کړه چې جاپاني کیلنډرونه د وخت، موسمونو او طبیعت سره د جاپاني ټولنې د همغږۍ ښکلا څرګندوي او دا نندارتون د جاپان د فني نزاکت او کلتوري روح یوه ژوندۍ بېلګه ده چې لیدونکو ته د فکر او احساس نوی اړخ ورکوي.