تازه خبرونه ۲۰ اگست ۲۰۲۶

سرانان کې د پولیسو تاڼه وسله والو په بمو او راکټونو الوزولې، په تښتېدو بریالي شول

سرانان (سید سردار محمد خوندئی)

په سرانان کې په موټرو کې سپرو وسله والو کسانو ناڅاپه د کوټه – چمن نړیواله لویه لار وتړله او د سیمې یې محاصره کړه.

وسله والو په سرانان کې پر پولیسو تاڼه د بمو او راکټونو برید وکړ او په چاودېدونکو توکو یې په بشپړه توګه ویجاړه کړه. د سرچینو په وینا بریدګرو د تاڼې دننه ولاړ پولیس موټر او سرکاري یونیفارمونه له ځانه سره وړي او تښتېدلي دي.

له پېښې وروسته په سیمه کې وېره او ډار خپور شوی دی. د دې پېښې په اړه تر اوسه په رسمي توګه هېڅ بیان نه دی خپور شوی.