اسلاماباد( ویب ڈیسک ) د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) بنسټګر عمران خان له اډیاله زندان څخه شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شو. د هغه له لېږدولو مخکې د اسلاماباد پولیسو مشر د پولیسو له افسرانو سره روغتون ته لاړ او د امنیتي تدابیرو کتنه یې وکړه، په داسې حال کې چې د روغتون بهر د پولیسو درنه سرتېري ځای پر ځای شوي او د تګ راتګ ځینې لارې د ټرافیک پر مخ تړل شوې وې. د روغتون د سرچینو په وینا، د عمران خان د درملنې لپاره ځانګړي انتظامات شوي او د شپږو متخصصو ډاکټرانو ډله به یې طبي معاینه کوي، چې وروسته به پرېکړه کېږي چې روغتون کې بستر شي که نه. که عمران خان روغتون کې بستر شي، د هغه لپاره ځانګړي امنیتي او طبي انتظامات هم بشپړ شوي دي. وفاقي وزیر طارق فضل چودري د عمران خان د بهر هېواد ته د لېږلو امکان هم څرګند کړی دی. د یادونې وړ ده چې سترې محکمې امر کړی و چې عمران خان دې په دوو ورځو کې شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شي، خو تېره ورځ د روغتون ته د لېږدولو پر ضد د بیاکتنې عریضه د سترې محکمې رجسټرار دفتر د ځینو اعتراضونو له امله بېرته ستنه کړې وه.
