اسلامآباد، کوټه ( ویب ڈیسک ) د قومي اسمبلۍ د اپوزېشن مشر، د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې اوسنی حکومت د څو ورځو مېلمه دی او د عمران خان د منفي کولو فورمول به هېڅوک ونه مني. نوموړي د پارلمان له ودانۍ بهر له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، په کور دننه د حکومت بدلون به کومه ستونزه حل نه کړي، بلکې داسې لنډمهاله حکومت ته اړتیا ده چې د راتلونکو روڼو او شفافو ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي؛ د ده په وینا یوازې د څېرو په بدلولو پاکستان نه شي بدلېدای. محمود خان اڅکزي وویل، سیاسي ګوندونه باید لږ تر لږه پر دې ټکو سره متحد شي چې پارلمان د واک سرچینه وي، اساسي قانون بېرته خپل ځای ومومي او هره اداره د اساسي قانون په ټاکلو حدودو کې فعالیت وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د صوبو جوړولو او وېشلو لپاره په اساسي قانون کې لاره شته او د اساسي قانون خلاف د اجرائیوي حکم له لارې د سیمو د یوځای کولو یا وېشلو هڅې به د منلو وړ نه وي. هغه خبرداری ورکړ چې که د خلکو پر سیندونو او اوبو قبضه وشي، په هېواد کې د کورنۍ جګړې خطر رامنځته کېدای شي. د عمران خان په اړه محمود خان اڅکزي وویل چې نوموړی د پاکستان تر ټولو مشهور سیاسي مشر دی او له هغه سره روان چلند ناسم دی. هغه وویل چې عمران خان که عادي بندی هم وای، د روغتون ته د انتقال او له خپلوانو سره د لیدلو حق یې درلود. نوموړي د عمران خان د احتمالي معاملې په اړه اوازې رد کړې او ویې ویل چې د هغه په اړه د اوسني حکومت له خوا روان وضعیت د افسوس وړ دی. محمود خان اڅکزي همداراز وویل، که مولانا فضل الرحمن د لنډمهاله حکومت وزیراعظم شي، دی به یې ملاتړ وکړي.
