کوټه ( ویب ڈیسک ) د بلوچستان صوبایي کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو ویلي، د اګست ۱۴مه د پاکستان د آزادۍ ورځ ده او آزادي د الله تعالی ستر نعمت دی، ځکه غوښتل یې قلات ته لاړ شي، له خپلو خلکو سره د آزادۍ ورځ ولمانځي او د پاکستان شین هلالي بیرغ پورته کړي. نوموړي په یوه تفصیلي پوډکاسټ کې وویل، د ترهګرو هدف دا و چې په تاریخي ښار قلات کې د آزادۍ ورځې پر مهال وېره او ترهېدنه خپره او د پاکستان د ملي بیرغ د پورته کېدو مخه ونیسي، خو د دولت او ولس د هوډ له امله په خپلو موخو کې بریالي نه شول. میر ضیاء لانګو وویل، د پاکستان بیرغ موږ ته له خپل ژوند څخه هم ډېر ګران دی او که هر دښمن د اټومي بم سره هم راشي چې د پاکستان د بیرغ د پورته کېدو مخه ونیسي، موږ به یې پر وړاندې ودرېږو او ملي بیرغ به لوړ ساتو. هغه وویل، د قلات له مراسمو وروسته د راستنېدو پر مهال د غرني سیمې ترڅنګ ترهګرو د پولیسو پر کاروان ډزې وکړې او وروسته یې چاودنه هم وکړه، چې له امله یې د پولیسو دوه موټرې زیانمنې او ځینې امنیتي سرتېري ژوبل شول؛ امنیتي ځواکونو سمدستي ځوابي اقدام وکړ او بریدګر یې له سیمې تښتېدو ته اړ کړل. نوموړي وویل، حکومت هڅه کوي چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره شي، څو عامو خلکو ته لږ زیان ورسېږي، خو د ترهګرو له خوا د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او عامو خلکو له ځورولو وروسته د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره لا اغېزمن اقدامات اړین شوي دي. میر ضیاء لانګو د بلوچستان روانه ترهګري د آزادۍ جګړه نه بلکې د وسله والو ډلو فعالیت وباله او ادعا یې وکړه چې بهرني قوتونه ترهګرو ډلو ته مالي ملاتړ ورکوي. هغه وویل، بلوچستان له معدني سرچینو، ګوادر او سوداګریزو لارو څخه د پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم دی او ترهګري د پرمختیايي پروژو، سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د مخنیوي هڅه ده. نوموړي وویل، حکومت د ځوانانو لپاره د روزګار، میرټ پر بنسټ د ګمارنې او تعلیمي بورسونو پروګرامونه پيل کړي، څو ځوانان د غرونو پر ځای پوهنتونونو، روزګار او پرمختګ ته مخه کړي. د سیاسي ستونزو په اړه یې وویل، د بلوچستان مسائل باید د خبرو، سیاسي بهیر، اساسي قانون او پارلماني لارې حل شي او حکومت د هغو سیاسي ځوانانو او ډلو سره خبرو ته چمتو دی چې د بلوچستان د حقونو، انصاف او پرمختګ خبره کوي، خو هغه کسان چې د وسلې له لارې غوښتنې منل غواړي او عام خلک په نښه کوي، د مذاکراتو لاره ورته ستونزمنه ده. نوموړي د محمود خان اڅکزي، سردار اختر جان مېنګل او ډاکټر عبدالمالک بلوچ په ګډون د بېلابېلو سیاسي مشرانو په اړه وویل چې سیاسي اختلافات باید په سیاسي او پارلماني فورمونو کې مطرح شي او سیاست له ترهګرۍ سره نه شي ګډېدای. هغه زیاته کړه چې افغانستان د پاکستان ورور هېواد دی او د دواړو ولسونو ترمنځ تاریخي، مذهبي، قبایلي او کلتوري اړیکې شته، خو هر انسان یو وطن او یو هېواد لري او د پاکستان په چارو کې باید پاکستان لومړیتوب ولري. میر ضیاء لانګو وویل، د بلوچستان راتلونکی باید په وسلو نه، بلکې په تعلیم، پرمختګ، سیاسي عمل، مذاکراتو او د خلکو په رایه وټاکل شي او د حکومت هدف د بلوچستان خلکو ته امن، روزګار، تعلیم او پرمختګ برابرول دي.
