سنجاوي ( ویب ڈیسک ) د سنجوي په کلي سیلره سیمه کې نامعلومو وسله والو کسانو تېره شپه د چاودېدونکو توکو په وسیله یو وچ بند ویجاړ کړی دی. د معلوماتو له مخې، له شپږو تر اوو پورې نامعلومو وسله والو کسانو مبینه توګه په بند کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو چې د چاودنې له امله بند سخت زیانمن شوی، خو د کوم ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی. له پېښې وروسته په سیمه کې د وېرې او سختې اندېښنې څپه خپره شوې ده. پولیس او انتظامیه د پېښې له خبر وروسته سیمې ته ورسېدل، شواهد یې راټول کړل او د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره یې تفصیلي تحقیقات پیل کړي دي.
