مقامی ۲۱ اگست ۲۰۲۶

چاغي کې پر اېن ـ ۴۰ نامعلومو وسله والو پر دوو مزدا ټرکونو ډزې وکړې او اور یې ورته واچاوه

چاغي( ویب ڈیسک ) د اېن ـ ۴۰ لویې لارې پر جوجوکي سیمه کې د بارتګزي لانډهي په شاوخوا کې نامعلومو وسله والو کسانو له دالبندین څخه تفتان ته پر روانو دوو تشو مزدا ټرکونو ډزې کړې او وروسته یې دواړو موټرو ته اور اچولی دی. د پولیسو د سرچینو په وینا، په ډزو او اور اچولو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د پېښې له خبر ترلاسه کولو سره سم د پولیسو درنه نفري سیمې ته ورسېده، سیمه یې محاصره کړه او د تورنو کسانو د موندلو لپاره یې د پلټنې او نورو تحقیقاتو لړۍ پیل کړه.