کوټه ( ویب ڈیسک ) په بلوچستان کې د امنیتي اندېښنو له امله د ټرېن خدمتونه د یوې ورځې لپاره په موقتي ډول ځنډول شوي او له کوټې څخه پېښور ته تلونکې جعفر ایکسپریس نن ونه خوځېده. د رېلوې ادارې د معلوماتو له مخې، په بلوچستان کې د اوسني امنیتي وضعیت او احتمالي ګواښونو له امله د ټرېنونو تګ راتګ موقتي درول شوی دی. د ادارې په وینا، له پېښوره کوټې ته راتلونکې جعفر ایکسپریس به هم په جیکب آباد کې ودرول شي. د رېلوې چارواکو ویلي، کله چې امنیتي وضعیت ښه شي، د ټرېن خدمتونه به بېرته د معمول له مخې پیل شي.
