اسلام آباد( ویب ڈیسک ) د سینیټ رئیس سید یوسف رضا ګیلاني د پاکستان د لوړو زده کړو د لا پیاوړتیا لپاره پر اغېزمنې رهبرۍ، شفافې حکومتولۍ، ستراتیژیک پلان جوړونې، څېړنې، نوښت او اختراع د ودې ټینګار کړی دی. نوموړي دا څرګندونې د لوړو زده کړو کمېسیون د نېشنل اکاډمۍ آف هایر ایجوکېشن له خوا د «ستراتیژیک پلان جوړونه او په رهبرۍ کې لوړ معیار» تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته د ځانګړي مېلمه په توګه د وینا پر مهال وکړې. سید یوسف رضا ګیلاني وویل، پوهنتونونه د څېړنې، علمي او فکري پرمختګ، انتقادي فکر او د رهبرۍ د روزنې مرکزونه دي او د ځوان نسل د دې لپاره په چمتو کولو کې اساسي رول لري چې د چټک بدلېدونکي نړۍ له ننګونو سره مقابله وکړي. نوموړي د او په ځانګړي ډول د نېشنل اکاډمۍ آف هایر ایجوکېشن ستاینه وکړه چې د آزاد کشمیر، ګلګت بلتستان، خیبر پښتونخوا او راولپنډۍ سیمې د پوهنتونونو اداري مشران یې په یوه پلاتفورم راټول کړي دي. هغه وویل، دا پروګرام پر وخت او ډېر مهم دی او په لوړو زده کړو کې د اغېزمنې رهبرۍ، ښې حکومتولۍ او ستراتیژیک پلان جوړونې څرګندونه کوي. د سینیټ رئیس وویل، وائس چانسلران او پرو وائس چانسلران یوازې اداري چارواکي نه دي، بلکې د خپلو ادارو مشران دي او د هغوی نننۍ پرېکړې به په راتلونکو کلونو کې د زده کړو، څېړنې، نوښت او ملي رهبرۍ پر معیار ژور اغېز ولري. نوموړي وویل، ستراتیژیک پلان جوړونه یوازې یوه اداري چار نه ده، بلکې د ادارو د پرمختګ او بریا لپاره اړینه ده، او د پیاوړو پوهنتونونو لپاره روښانه لید، شفافه حکومتولي، د سرچینو مسؤلانه کارونه او د څېړنې او نوښت لپاره مناسب چاپېریال ضروري دی. هغه د پوهنتونونو په چارو کې د ښځو ګډون وستایه او ویې ویل چې د لوړو زده کړو له لارې د ښځو پیاوړتیا د ملي پرمختګ اساسي اړتیا ده. نوموړي وویل، د ښځو پر زده کړو او رهبرۍ پانګونه په حقیقت کې د کورنیو، ټولنې، ادارو او ملي اقتصاد پیاوړتیا ده. سید یوسف رضا ګیلاني زیاته کړه چې د پاکستان پرمختګ د پوهنتونونو له پیاوړتیا سره ژوره اړیکه لري او لوړې زده کړې باید د څېړنې، نوښت، کاروباري فعالیتونو او پالیسۍ جوړونې پر پیاوړو مرکزونو بدلې شي. هغه وویل، تعلیم د ملي یووالي او دوامدار پرمختګ له تر ټولو پیاوړو ستنو څخه دی او د هېواد په ټولو سیمو کې پوهنتونونه کولای شي د ټولنیزې همغږۍ، دیموکراتیکو ارزښتونو او ملي پرمختګ په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي. نوموړي پر ټولو وائس چانسلرانو او پرو وائس چانسلرانو غږ وکړ چې په خپلو پوهنتونونو کې د لوړ معیار، همکارۍ، شمولیت او نوښت فرهنګ پیاوړی کړي او داسې پوهنتونونه جوړ کړي چې نه یوازې ذهنونه وروزي، بلکې شخصیت، رهبرۍ او هېواد او ولس ته د خدمت جذبه هم پیاوړې کړي.
