کوټه( ویب ڈیسک ) د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر او د بلوچستان صوبایي اسمبلۍ غړي حاجي محمد خان طور اوتمانخېل ویلي، د لورالایي د پرمختګ او سوکالۍ لپاره د سړکونو د جوړولو چارې بشپړول ډېر مهم دي، ځکه په ولسوالۍ کې د بنسټیزو اسانتیاوو ښه والی او اقتصادي پرمختګ تر ډېره د سړکونو د رغونې او جوړولو له اغېزمن فعالیت سره تړاو لري. نوموړي له بېلابېلو پلاوو سره د خبرو پر مهال وویل چې زه د ولس منتخب استازی یم او ولس به هېڅکله مایوسه نه کړم، بلکې د خلکو ستونزې به د هغوی تر دروازو پورې حل کړم. هغه وویل، په پرمختیايي پروژو کې د کار د کیفیت او فعالیت لا ښه کولو ته اړتیا ده، څو د پروژو د بشپړېدو پر وړاندې موجود خنډونه له منځه ولاړ شي. نوموړي زیاته کړه چې لورالایي ولسوالي په پراخو او له یو بل څخه لرې پرتو سیمو مشتمله ده، نو په دغو سیمو کې خلکو ته د امکان تر حده د زیاتو اسانتیاوو برابرول به د هغوی ګڼې ستونزې د هغوی په سیمو کې حل کړي. حاجي محمد خان طور اوتمانخېل څرګنده کړه چې په ولسوالۍ کې د روانو پرمختیايي پروژو په کیفیت کې به هېڅ ډول غفلت ونه زغمل شي. هغه اړوندو افسرانو ته لارښوونه وکړه چې ټول دولتي مامورین دې په خپلو ټاکل شویو ځایونو کې حاضري یقیني کړي او د غیر حاضرۍ په صورت کې دې سخت اقدام وشي. نوموړي خبرداری ورکړ چې که قراردادیان په کار کې غفلت وکړي یا ناقص ساختماني مواد وکاروي، پر وړاندې به یې هم سخته قانوني کړنه ترسره شي. هغه وویل، د ټولو روانو پروژو په اړه دې تخنیکي ستونزې هم په راپورونو کې په ګوته شي، څو د پرمختیايي پروژو د کار په بهیر کې سستي رامنځته نه شي. نوموړي ټینګار وکړ چې په ټولو روانو منصوبو کې باید د معیار ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه د کیفیت په اړه یو فیصد هم جوړجاړی نه شي کېدای، او زیاته یې کړه چې دی به پخپله هم د پرمختیايي پروژو څارنه کوي او له ټولو افسرانو څخه به د روانو منصوبو د منظمې څارنې یقیني کولو غوښتنه کوي.
