پاکستان ۲۱ اگست ۲۰۲۶

د دفاعي ځواکونو مشر ته پراخ واکونه، پارلمان دفاعي قوانین تصویب کړل

اسلام اباد( ویب ڈیسک ) قومي اسمبلۍ او مشرانو جرګې د اپوزېسیون له احتجاج سره سره د «دفاعي ځواکونو قانون ۲۰۲۶» او د «ملي قوماندې ادارې قانون ۲۰۱۰» د تعدیلاتو مسودې د اکثریت رایو په وسیله تصویب کړې، دواړه مسودې د دفاع وزیر خواجه آصف له لوري ایوانونو ته وړاندې شوې او له تصویب وروسته اوس د ولسمشر لاسلیک ته اړتیا لري؛ د تصویب شوي دفاعي ځواکونو قانون له مخې د دفاعي ځواکونو د مشر منصب ته قانوني او اساسي حیثیت ورکول شوی او نوموړي ته د وسله‌والو ځواکونو د قوماندې، کنټرول، تنظیم، روزنې، اداري چارو، ګډو عملیاتي وړتیاوو، جنګي چمتووالي او د درې واړو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ پراخ واکونه ورکړل شوي دي، د دفاعي ځواکونو د مرکزي دفتر د جوړولو شق هم په قانون کې شامل شوی چې مشري به یې د دفاعي ځواکونو مشر کوي، نوموړی به د ملي امنیت او مهمو پوځي چارو په اړه لومړي وزیر ته مشورې ورکوي او د قانون له مخې د ورکړل شویو واکونو ترڅنګ د لومړي وزیر په منظوري اضافي واکونه هم ترلاسه کولی شي؛ د ملي قوماندې ادارې د قانون د تعدیل له مخې د ادارې د مشر د دندې موده پنځه کاله ټاکل شوې او د غځولو امکان هم ورته ساتل شوی، په جوړښت کې د دفاعي ځواکونو مشر او د ملي ستراتیژیکې قوماندې قوماندان هم شامل شوي دي؛ د یادونې وړ ده چې د ۲۷م اساسي قانوني تعدیل له مخې د ګډو ځواکونو د لوی درستیزانو د کمېټې د مشر منصب ختم او د دفاعي ځواکونو د مشر نوی منصب رامنځته شوی و، خو اپوزېسیون د مسودو د تصویب پر طریقې اعتراض وکړ او په قومي اسمبلۍ او مشرانو جرګه کې یې احتجاج او واک‌اوت وکړ.