کوټه(ویب نیوز) د مظلوم عوامي تحریک پاکستان مشر صادق خان اڅکزي، مرکزي مشر عباس خان دراني، د بلوچستان صوبايي مشر اسلم خان اڅکزي او نورو مشرانو د بلوچستان میډیا فورم نوي ټاکل شوي مشر قیوم بلوچ، عمومي منشي الله داد رند، مرکزي چارواکو، د ډویژنونو مشرانو او د مرکزي کمېټې غړو ته د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې او په بلوچستان کې یې د صوبايي کچې د منظمې خبریالۍ ادارې د جوړېدو هرکلی کړی دی. مشرانو وویل چې په بلوچستان کې ژورنالېزم یو ستونزمن او مسؤلانه ډګر دی او د رسنیو کارکوونکي، په ځانګړي ډول د چاپي رسنیو خبریالان، له ګڼو ستونزو، مشکلاتو او اقتصادي فشارونو سره مخ دي، نو د هغوی د ستونزو د حل لپاره د یوه پیاوړي، منظم او اغېزمن پلیټفارم اړتیا وه او د بلوچستان میډیا فورم جوړېدل د دې تشې د ډکولو پر لور مهم ګام دی. هغوی وویل چې د بلوچستان خبریالانو تل د محدودو وسایلو باوجود د ولس د ستونزو، محرومیتونو او بنسټیزو حقونو غږ پورته کړی او د صوبې د لرې پرتو سیمو ستونزې یې هم را برسېره کړې دي، خو له بده مرغه د رسنیو د کارکوونکو خپلو ستونزو ته کافي پاملرنه نه ده شوې. مشرانو د بلوچستان له نومیالي او مشر خبریال او د بلوچستان میډیا فورم له نوي مشر قیوم بلوچ او د هغه د ملګرو هڅې په ځانګړي ډول وستایلې او ویې ویل چې هغوی د صوبې خبریالان پر یوه پلاتفورم د راټولولو او په صوبايي کچه د یوې منظمې خبریالۍ ادارې د جوړولو لپاره د پام وړ هڅې کړې دي، چې د بلوچستان د ژورنالېزم په تاریخ کې مهم پرمختګ بلل کېږي. د مظلوم عوامي تحریک مشرانو هیله څرګنده کړه چې د بلوچستان میډیا فورم نوي ټاکل شوي چارواکي او د مرکزي کمېټې غړي به د خبریالانو د ستونزو د حل، د مطبوعاتو د آزادۍ د ساتنې او د رسنیو د کارکوونکو د بنسټیزو حقونو لپاره اغېزمن رول ولوبوي. هغوی وویل چې فورم باید له سیاسي تړاوونو پورته د ټولو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو غږ وګرځي. مشرانو قیوم بلوچ، الله داد رند، مرکزي چارواکو، د ډویژنونو مشرانو او د مرکزي کمېټې ټولو غړو ته د نیکو هیلو څرګندولو ترڅنګ وویل چې مظلوم عوامي تحریک به د خبریالانو د قانوني غوښتنو او حقونو لپاره د هغوی د هرې مثبتې او قانوني مبارزې ملاتړ کوي.
