پاکستان ۲۲ اگست ۲۰۲۶

اپوزیشن د ګرېنډ اتحاد د لا فعالولو او د سپټمبر ۲۷مې احتجاج پرېکړه پر ځای وساتله

اسلام اباد(وېب نیوز) د قومي اسمبلۍ د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ په پارلمان هاوس کې د اپوزیشن د ګډې پارلماني ډلې غونډه وشوه چې پکې د سېنېټ د اپوزیشن مشر علامه راجا ناصر عباس، د تحریک انصاف چیئرمېن بیرسټر ګوهر علي خان، پارلماني مشر شاهد خټک، د قومي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر، د خیبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر سهیل افریدي، د تحریک انصاف عمومي سیکرټري سلمان اکرم راجا او نورو مشرانو ګډون وکړ، په غونډه کې د هېواد پر عمومي سیاسي وضعیت، د عمران خان پر روغتیا، د سپریم کورټ د احکامو پر عملي کېدو، پارلماني چارو او د اپوزیشن پر راتلونکې سیاسي او ولسي تګلارې تفصیلي غور وشو، د عمران خان د روغتیا په اړه ژوره اندېښنه څرګنده شوه او وویل شول چې د هغه د روغتیا او درملنې په اړه هېڅ ډول جوړجاړی به ونه منل شي، د سپریم کورټ د احکامو د نه عملي کېدو پر وړاندې د آئیني او قانوني لارې د اختیارولو او د توهین عدالت د قضیې لپاره سپریم کورټ ته د رجوع پرېکړه هم وشوه، غونډې د سپټمبر پر ۲۷مه د تحریک انصاف د احتجاج او لانګ مارچ پرېکړه پر ځای وساتله او له ټولو اپوزیشن ګوندونو څخه یې په احتجاج کې د ګډون غوښتنه وکړه، همدارنګه په پنجاب او د هېواد په نورو برخو کې د ولسي اړیکو کمپاين د چټکولو او سیاسي فعالیتونو د منظمولو پرېکړه وشوه، ګډې پارلماني ډلې د آئین، جمهوریت، د قانون د واک او پارلماني اصولو د ساتنې لپاره د ګډې مبارزې پر دوام ټینګار وکړ، د ګرېنډ اپوزیشن الائنس د لا فعال، منظم او اغېزمن کولو ملاتړ یې وکړ او د مولانا فضل الرحمن او نورو اپوزیشن ګوندونو د دغه اتحاد د غړیتوب هرکلی یې وکړ.