مقامی ۲۲ اگست ۲۰۲۶

د سرانان د پېښې غندنه، حکومت له مسؤلیت څخه ځان نه شي خلاصولی، پښتونخوا ملي عوامي ګوند

کوټه(وېب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي سیکرټریټ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د سرانان، کلا عبدالله، چمن، پښین، زیارت، سنجاوي، هرنايي، کوټې او د جنوبي پښتونخوا په نورو ضلعو کې د پرله‌پسې ناامنۍ پر پېښو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له امنیتي ځواکونو سره بې‌وسه ولسي وګړي هم د مرګ ښکار کېږي او صوبايي حکومت له دغو پېښو څخه ځان نه شي بری الذمه کولی، په بیان کې ویل شوي چې لېویز ځواک پولیسو کې له ادغام وروسته اوس لېویز او پولیس دواړه په نښه کېږي، د پولیسو پر تاڼو بریدونه او د سرکاري ودانیو او املاکو په نښه کول د ریاستي واک او د قانون د حاکمیت لپاره خورا خطرناک وضعیت رامنځته کوي، ګوند د حکومت او قانون نافذوونکو ادارو د مبینې جدي غفلت، د وسله‌والو ډلو او قانون ماتوونکو عناصرو د ملاتړ او سرپرستۍ غندنه کړې او غوښتنه یې کړې چې د ښه او بد ترهګر توپیر دې ختم شي او د ټولو وسله‌والو ډلو پر ضد دې له توپیر پرته د قانون له مخې اغېزمن اقدام وشي، په حساسو سیمو کې دې امنیتي تدابیر پیاوړي، ریاستي واک بېرته ټینګ او د ولس د سر او مال ساتنه یقیني کړل شي، بیان خبرداری ورکړی چې د ناامنۍ د پېښو دوام ټولنه د ګډوډۍ او احتمالي کورنۍ جګړې پر لور بیولای شي چې پایلې به یې ډېرې خطرناکې وي.