مقامی ۲۲ اگست ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د سرکاري وسلو د غلا او ناقانونه ډلو ته د خرڅلاو انکشاف

کوټه(وېب نیوز) په بلوچستان کې د سرکاري وسلو د غلا کولو او مبینه توګه د کالعدم تنظیمونو غړو ته د خرڅولو انکشاف شوی، پولیسو د پخواني لېویز چارواکي او اوسني پولیس افسر عبدالحکیم په ګډون درې کسان نیولي دي، د سرچینو په وینا دا معامله سږ کال د مې په میاشت کې هغه مهال رابرسېره شوه چې د بلیلي په سیمه کې د ایکسایز ادارې د معمول پلټنې پر مهال له یوې موټر څخه وسلې ترلاسه کړې، وروسته قضیه د نورو پلټنو لپاره د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) ته وسپارل شوه، سي ټي ډي د کوټې په کلي نوحصار کې پر یوه کور چاپه ووهله او د پام وړ شمېر وسلې، مهمات او نور جنګي توکي یې ترلاسه کړل او دوه کسان یې ونیول، د تحقیقاتو پر مهال د لېویز د وسلو د زېرمتون پخوانی مسؤل او اوسنی پولیس افسر عبدالحکیم هم ونیول شو، د سرچینو په وینا په ترلاسه شویو وسلو کې ایس ایم جیز، چینايي جوړې ټوپکونه، ایل ایم جیز، جي درې رائفل، زرګونه مرمۍ، مېګزینونه، راکټ ګولۍ، لانچرونه، فیوزونه او لاسي بمونه شامل دي، د پولیسو سرچینې وايي چې په تحقیقاتو کې دا هم څرګنده شوې چې سرکاري وسلې د سرکاري موټرو له لارې بېلابېلو سیمو ته انتقالېدې او خرڅېدې، همدارنګه د واټس‌اپ له لارې پېرېدونکو ته د وسلو د رسولو انکشاف هم شوی، چارواکي وايي چې د کالعدم تنظیمونو کسانو ته د وسلو د رسېدو د احتمال په ګډون د معاملې نورې پلټنې روانې دي.