مقامی ۱۴ مئی ۲۰۲۶

بلوچستان فوډ اتھارټي کې د خوراکي معیار د جانچ لپاره یو ورځنی ټریننګ ورکشاپ ترسره شو

کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د بلوچستان فوډ اتھارټي (BFA) په هیډکوارټر کې د نیوټریشن انټرنیشنل په همکارۍ یو ورځنی تربیتي ورکشاپ ترسره شو چې هدف یې د تخنیکي کارکوونکو روزنه او د خوراکي معیار او ویټامینونو د معاینې لپاره د نوې ماشینرۍ عملي استعمال و، په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د فوډ سیفټي ټیسټنګ او د فوري تجزیې طریقې په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول، ډایرکټر جنرل BFA حبیب الله خان وویل چې د صوبایي قوانینو له مخې په خوردني تېلو او ګی کې د وټامن A او D شاملول لازمي دي او د دې د چک کولو لپاره په مرکزي او موبایل لابراتوارونو کې نړیوال معیار لرونکي جدید آلات “I-Check Chroma 3” او “CDR Food Lab” نصب شوي دي چې له امله یې د ټیسټنګ عمل نور هم چټک شوی دی، هغه د نیوټریشن انټرنیشنل د تخنیکي مرستې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دا همکاري به په صوبه کې د صحتمندې خوراکي ودې لپاره مهم رول ولوبوي، ډایرکټر ټیکنیکل انور کاکړ وویل چې د لابراتوار عصري کېدل د بلوچستان لپاره لوی پرمختګ دی چې له مخې به یې خلکو ته د معیاري خوراک یقیني کولو کې مرسته وشي، او په پای کې ګډونوالو افسرانو ته اسناد هم ووېشل شول.