مقامی ۲۳ اگست ۲۰۲۶

ځوان نسل دې تعلیم خپله لومړیتوب وګرځوي، زرک مندوخېل

کوټه (ویب نیوز) بلوچستان اسمبلۍ غړي شیخ زرک خان مندوخېل ویلي چې د صوبې ځوانان زموږ اصلي پانګه ده او د هغوی د ښه راتلونکي لپاره د تعلیم، روزګار او سپورټ فرصتونه برابرول د حکومت او ولسي استازو ګډ مسؤلیت دی. نوموړي له بېلابېلو پلاوو سره د خبرو پر مهال وویل چې د بلوچستان په لرې پرتو سیمو کې د تعلیمي ادارو او بنسټیزو اسانتیاوو کمښت تر ټولو لویه ننګونه ده او دی په اسمبلۍ کې په پرله‌پسې توګه د دې مسئلې غږ پورته کوي، څو ځوانانو ته د معیاري تعلیم ترڅنګ د مسلکي مهارتونو د زده کړې لپاره فني روزنیز مرکزونه جوړ شي. هغه وویل چې بې روزګاري د ځوانانو لپاره تر ټولو ستره ستونزه ده او د دې حل لاره په صوبه کې د پرمختیايي پروژو پیلول دي، چې له یوې خوا به ځايي خلکو ته د روزګار زمینه برابره کړي او له بلې خوا به اقتصاد پیاوړی کړي. شیخ زرک خان مندوخېل ډاډ ورکړ چې د ځوانانو د سوکالۍ او د ولسي ستونزو د حل لپاره به خپله سیاسي مبارزه روانه ساتي. نوموړي وویل چې د سپورټ د ودې له لارې په ځوانانو کې مثبت فعالیتونه پیاوړي کېږي، نو ځکه په خپله حوزه کې د لوبغالو او سپورټس کمپلېکسونو د جوړولو لپاره هڅې کوي. هغه غواړي چې د بلوچستان ځوانان په ملي او نړیواله کچه خپل وړتیاوې ثابتې کړي. نوموړي له ولس څخه غوښتنه وکړه چې تعلیم خپل لومړیتوب وګرځوي او ځوان نسل د ښه راتلونکي لپاره چمتو کړي. هغه وویل که نن په تعلیم او روزګار پانګونه وکړو، نو راتلونکی بلوچستان به یو سوکاله او پرمختللی صوبه وي.