مقامی ۱۴ مئی ۲۰۲۶

اې اېن پي د ترهګرۍ او غیر شائسته سیاست پر ضد کلک دریځ لري: مابت کاکا

کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د عوامي نیشنل ګوند صوبایي جنرل سیکرټر مابت کاکا ویلي دي چې د ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان د باچا خان د فکر تسلسل دی او د پښتنو او محکومو قومونو ریښتینی استازیتوب کوي، هغه وویل چې انتهاپسندي او ترهګري د پښتون افغان ټولنې پیداوار نه دي بلکې په دې سیمه د مجاهدینو، طالبانو او داعش په بڼه تپل شوې ده، مابت کاکا زیاته کړه چې په پښتونخوا کې د انتهاپسندۍ، غیر شائسته سیاست او ګالم ګلوچ د ودې تر شا یو منظم قوت کار کوي چې هدف یې د باچا خان د پیروانو مخه نیول دي، هغه وویل چې له 2010 راهیسې د “ریاست مدینه” په نوم داسې غیر سیاسي ډله مخې ته راوستل شوې چې سیاست یې له شائستګۍ څخه ګالم ګلوچ ته اړولی، او افسوس یې وکړ چې پښتونخوا کې ناورین روان دی خو حکومتونه یوازې په سیاسي کشمکشونو بوخت دي، هغه زیاته کړه چې عوامي نیشنل ګوند منظم تنظیم لري او پارلماني جمهوري سیاست د ټولو ستونزو حل ګڼي.