کوټه (ویب نیوز) بلوچستان صوبايي پلازمېنه کوټه کې د پرمختیايي پروژو سست رفتارۍ د ښاریانو ژوند ستونزمن کړی دی. د ښار په ډېرو سیمو کې کیندنې، نیمګړې پروژې او کمزورې اداري چارې د دې لامل شوې چې خلک له سختو ستونزو سره مخ شي. مهم سړکونه، کوڅې او بازارونه له خاورې، دوړو او پرانیستو کندهګانو ډک دي، په بېلابېلو ځایونو کې ولاړې ساختماني ماشینرۍ او نیمګړي کارونه د ټرافیک نظام له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. د ښوونځیو او روغتونونو شاوخوا هم ساختماني ملبه او د خاورې ډنډونه د خلکو لپاره په ستونزه بدل شوي دي. ولسي کړیو ویلي چې اړوند حکومتي ادارې او محکمې له سختې بې پروایۍ کار اخلي او پرمختیايي پروژې د ولس د اسانتیا پر ځای د خلکو لپاره د تکلیف سبب ګرځېدلې دي. ښاریانو پوښتنه کړې چې که د صوبې د پلازمېنې دا حالت وي، نو په لرې پرتو ضلعو کې به وضعیت څنګه وي؟ ښاریانو د بلوچستان له وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي او نورو لوړپوړو چارواکو څخه د سمدستي نوټس غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې که حکومت ژر اغېزمن اقدامات ونه کړي، کوټه به د پرمختللي ښار پر ځای د کنډوالو بڼه غوره کړي.
