مقامی ۱۴ مئی ۲۰۲۶

د سپیکر د چلند پر ضد د صوبایي وزیر تعلیم راحیله حمید دراني احتجاجي واک آوټ، وروسته بېرته ایوان ته راستنه شوه

کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې صوبایي وزیر تعلیم راحیله حمید خان دراني د سپیکر د مبینه ناسم چلند پر ضد احتجاجاً له ایوان څخه واک آوټ وکړ، هغې وویل چې غوښتل یې پر یوه مهمه موضوع خبرې وکړي خو سپیکر عبدالخالق اچکزئي ورته د خبرو اجازه ورنه کړه، او زیاته یې کړه چې دا چلند له هغې سره تکرارېږي او په ایوان کې نورو غړو ته د خبرو بشپړ فرصت ورکول کېږي خو هغه قصداً نظراندازه کېږي، هغې دا رویه د پارلماني اصولو خلاف وبلله او سخت غبرګون یې څرګند کړ، خو وروسته د نورو غړو په مداخلت سره بېرته ایوان ته راستنه شوه.