پاکستان ۱۴ مئی ۲۰۲۶

پاکستان د ایران او امریکا ممکنه مذاکراتو کې فعاله سفارتي رول لوبوي: دفتر خارجه

اسلام آباد (نوې ژوند وېب نیوز) د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي دي چې پاکستان په سیمه کې د سولې، مکالمې او سفارتکارۍ د ودې لپاره بشپړ ژمن دی او د ایران او امریکا ترمنځ د ممکنه مذاکراتو په لړ کې یې رول فعال پاتې دی، هغه وویل چې پاکستان د ټولو هېوادونو د حاکمیت او برابرۍ درناوی کوي او سیمه‌ییزه سوله یوازې د خبرو اترو او سفارتکارۍ له لارې ممکنه ده، ویاند زیاته کړه چې پاکستان د مختلفو هېوادونو له مشرانو سره په اړیکه کې دی او د کشیدګۍ د کمولو لپاره سفارتي هڅې جاري ساتي، په دې لړ کې د سعودي عربستان، چین، آذربایجان او نورو هېوادونو له خوا د پاکستان د مثبت رول ستاینه شوې ده، دفتر خارجه وویل چې پاکستان به د سیمه‌ییزې سولې، بحري امنیت او سفارتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپل فعال کردار جاري ساتي.