پاکستان ۳۰ اگست ۲۰۲۶

د بلوڅ ولس د ستونزو حل په زور کې نه، بلکې په خبرو، انصاف او اساسي حقونو کې دی، محمود خان اڅکزی

کوټه (ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د قومي اسمبلۍ اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي د بلوڅ ولس په نوم په خپل پیغام کې ویلي چې د بلوڅ ولس د ستونزو حل په زور، جبر او تاوتریخوالي کې نه، بلکې په خبرو اترو، انصاف، اساسي قانوني حقونو او متقابل درناوي کې دی. هغه وویل چې د بلوچستان ولس ته باید د هغوی د بنسټیزو حقونو، پر خپلو طبیعي سرچینو د حق، سولې او پرمختګ ضمانت ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه چې د هېواد ټول قومونه او ولسونه برابر وګڼل شي او د هغوی سیاسي، اقتصادي او اساسي قانوني حقونو ته درناوی وشي، ځکه همدا د یوه پیاوړي او سوله ییز پاکستان بنسټ جوړوي. محمود خان اڅکزي ټینګار وکړ چې د کرکې او وېش پر ځای باید د ورورولۍ، انصاف او سیاسي خبرو اترو له لارې د ستونزو دایمي حل ولټول شي.