اسلامآباد (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د پاکستان وزیراعظم محمد شهباز شریف د چین د IBI بېجینګ یونایټډ ټیکنالوجۍ د بنسټګر، صدر او کنټرولنګ شیئر هولډر چیان شیاو جون په مشرۍ د ۱۱ کسیز لوړپوړي چیني کاروباري وفد سره په وزیراعظم هاوس کې لیدنه وکړه، چې پکې د پاکستان او چین ترمنځ د تاریخي اړیکو، سوداګریزو همکاریو، پانګونې او ډیجیټل اقتصاد پر پراختیا خبرې وشوې؛ وزیراعظم د چین د پرمختګ او د ولسمشر شي جن پینګ د قیادت ستاینه وکړه او د روانې میاشتې په پای کې یې د خپل چیني سفر هیله څرګنده کړه، همداراز یې د IBI ګروپ له لوري په پاکستان کې د ډیجیټل اکانومي هیډکوارټر د جوړولو پرېکړه وستایله او دا یې د اقتصادي، صنعتي او تخنیکي همکاریو لپاره مهم ګام وباله، په داسې حال کې چې د چیني وفد مشر چیان شیاو جون وویل IBI غواړي د پاکستان د ډیجیټل اصلاحاتو ملاتړ وکړي او د هېواد کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ته د چین بازارونو ته د لاسرسي نوي فرصتونه برابر کړي؛ په دې لیدنه کې د وفاقي وزیرانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون قیصر احمد شیخ، جام کمال خان، شزا فاطمه خواجه، علی پرویز ملک، هارون اختر او طارق فاطمي هم موجود وو.
