پاکستان ۱۵ مئی ۲۰۲۶

د آذربایجان د انصاف وزیر د پاکستان د قانون وزارت لیدنه کړې، اعظم نذیر تارړ ته ځانګړی مډال ورکړل شو

اسلام‌آباد (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د آذربایجان د انصاف وزیر فرید احمدوف په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د پاکستان د قانون او انصاف وزارت لیدنه وکړه، چې پکې د وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ سره ګډه غونډه ترسره شوه، په دې موقع آذربایجان وزیر د پاکستان د عدالتي او قانوني نظام د همکارۍ ستاینه وکړه او اعظم نذیر تارړ ته یې د “میډل فار جسټس” ځانګړی اعزاز ورکړ، چې د آذربایجان له لوري لومړی ځل کوم بهرني وزیر ته ورکول کېږي، دواړو هېوادونو د عدلي اصلاحاتو، روزنې او ډیجیټل قضایي سیسټم په برخه کې د همکارۍ پراخولو ژمنه وکړه او د شجرکارۍ په یو ګډ اقدام کې یې د دوستۍ نښه هم وښوده.