لاهور (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): د پنجاب اسمبلۍ سپیکر ملک محمد احمد خان سره د امریکا قونصل جنرل لاهور اسټېټسن سینډرز په سپیکر چیمبر کې لیدنه وکړه، چې پکې د وزیر مملکت ملک رشید احمد خان هم موجود و، په دې ملاقات کې د پاک-امریکا اړیکو، سیمهییز امن، تجارت، تعلیم، اقلیمي بدلون، غذایي تحفظ او نورو مهمو موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې وشوې، سپیکر وویل چې د پاکستان او امریکا اړیکې د متقابل اعتماد او شراکت پر بنسټ ولاړې دي او پنجاب غواړي د کیلیفورنیا ایالت سره اړیکې نورې هم قوي کړي، همداراز یې وویل چې په امریکا کې مېشت پاکستانیان د دواړو هېوادونو ترمنځ د پل رول لوبوي او د پارلماني وفودو تبادله به هم دوه اړخیزه همکاري لا پیاوړې کړي، په دې موقع امریکايي قونصل جنرل د پاکستان د سفارتي هڅو ستاینه وکړه او د پارلماني او سفارتي اړیکو د لا پراختیا عزم یې څرګند کړ.
